۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+
1403-02-27 پنج‌شنبه
د باروړونکو موټرو لپاره د لنډمهاله داخلېدو سند یا (tad) څه شی دی؟

دلازیاتو معلوماتو...?

https://www.youtube.com/watch?v=dAKbHe9xJ5U

د باروړونکو موټرو لپاره د لنډمهاله داخلېدو سند یا (tad) څه شی دی؟د باروړونکو موټرو لپاره د لنډمهاله داخلېدو سند یا (tad) څه شی دی؟
د ټرانسپورټي شرکتونو د معرفي کولو او د افغان باروړونکو موټرو لپاره چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخیز سوداګریز انتقالات ترسره کوي د لنډمهاله داخلېدو سند صادرولو لپاره لارښوونې.
دا هغه سند دی چې په کابل کې د پاکستان سفارت او په کندهار کې د پاکستان قونسلګرۍ له خوا افغان باروړونکو موټرو ته او په پېښور او کوېټه کې د افغان ټرانسپورټي اتشو لخوا پاکستاني موټرو ته د (۱۰۰) امریکايي ډالرو په ارزښت د شپږو میاشتو لپاره د نړیوالو تجارتي اموالو د دوه اړخیزه انتقالاتو په موخه صادریږي. چې د (TAD) په نوم پیژندل کېږي.
1.    د لنډ مهاله داخلېدو  سندTAD) ) به د پاکستان د سفارت/قونسلګرۍ لخوا د صادریدو له نېټې څخه د شپږو میاشتو لپاره اعتبار ولري.
2.    د لنډ مهاله داخلېدو  سند (TAD) د لیږد وړ نه دی. یعنې یوازې هغه موټرچې داسند ورته صادر شوی، کارولی شي او د نورو موټرو لخوا نشي کارېدلی.
3.    د غیر مسؤل اشخاصو لخوا د لنډ مهاله داخلېدو  سند (TAD) هر ډول جعل او لاسوهنه به د سند د باطل یا لغوه کیدو لامل شي.
4.    د پاکستان ګمرک او د افغانستان د ټرانسپورټ استازي لخوا په عبوري نقاطو کې د هر سفر دخولي او خروجي د لنډ مهاله داخلېدو  سند (TAD) شاته لیکل کیږي.
5.    که د لنډ مهاله داخلېدو  سند (TAD) موټر چلوونکي یا د موټر مالک له لاسه ورکړي، باید د نوي سند لپاره غوښتنه وکړي.
6.    که د پاکستان په خاوره کې د لنډمهاله داخلېدو سند (TAD) ورک شي، موټر چلوونکی/مالک لومړی باید په پیښور یا کوېټه کې د افغان ټرانسپورټي اتشې دفتر ته او یا د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته خبر ورکړي تر څو د پاکستان څخه د وتلو اجازې زمینه ورته برابره کړي، افغانستان ته له راتګ وروسته د عبوري نقطو د اجازې سند او د  پولیسو د دفتر ثبت له مدارکو وړاندې کولوسره د نوي سند غوښتنه وکړي.
7.    که په افغانستان کې د لنډ مهاله داخلېدوسند (TAD) ورک شي، موټر چلوونکی/مالک باید لومړی پولیسو ته خبر ورکړي او د یادې خبرتیا کاپي په درلودلوسره دې د نوي سند غوښتنه وکړي تر څو د پاکستان سفارت/قونسلګرۍ اړونده مقاماتو ته خبر ورکړي چې ورک شوی سند په سیستم کې لغوه کړي.
8.    که د افغان ټرانسپورټي شرکت موټر د پاکستان په خاوره کې خرڅ یا پرزه شي او یا د کوم بل دلیل له مخې افغانستان ته  راونه ګرځي، ټرانسپورټي شرکت مکلف دی چې هغه مالیه او تادیات ورکړي چې د تخنیکي کمیټې لخوا د دواړو هېوادونو د ګمرکاتو د استازو په شمول د موټر د استهلاک په نظر کې نیولو سره د مروجو قوانینو مطابق ټاکل کېږي. 
9.    د لنډ مهاله داخلېدو  سند (TAD) درلودونکی موټرکولای شي چې په پاکستان کې تر 30 ورځو پاتې شي.
د لنډ مهاله داخلېدو  سند (TAD) به د دوه اړخیزه سوداګرۍ لپاره په لاندې عبوري نقطو کې اعتبار ولري:
سپین بولدک، غلام خان، انګورهډه ، خرلاڅي او تورخم
نوټ:
 ۱: د هر ټرانسپورټي شرکت د موټر، موټر چلوونکي او کلینر لپاره په جلا توګه د لنډمهاله داخلېدو سندونه وېشل کېږي، خو ټاکل شوې پیسې یوازې د موټر  لنډمهاله داخلېدو له سند څخه اخیستل کېږي د موټرچلوونکي او کلینر سندونه وړیا ویشل کېږي.
 ۲: د موټرسند اخیستلو فورم جلا او موټرچلوونکي او کلینر د سند فورم یو ځای دی. 
 ۳: د موټرو د لنډمهاله داخلیدو سند د ټرانسپورټي شرکت په نوم صادریږي نه د موټرچلوونکي په نوم، یعنې د یوه مشخص ټرانسپورټي شرکت هر موټر چلوونکی کولای شي چې د هغه شرکت هر موټر وچلوي. 

•    دوهمه برخه :
ټرانسپورټۍ شرکتونه څنګه د لنډمهاله داخلیدو سند(TAD) په کابل کې د پاکستان له سفارت او کندهار کې له پاکستان قونسولګرۍ څخه خپلو موټرو ته تر لاسه کړي؟
پاکستان ته د ټرانسپورټي شرکتونو معرفي کولو څرنګوالی:
1.    هغه افغان ټرانسپورتي شرکتونه چې غواړي د پاکستان او افغانستان تر منځ فعالیت وکړي، مکلف دي چې د شرکت په رسمي فورم کې د غوښتنې په اساس  د خپلو اړوندوموټرو جدول د شرکت رئیس/مرستیال د مهر او لاسلیک سره د ولایتونو د واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاستونو یا هم د ټرانسپورټ او هوايي چلند  وزارت ته وسپاري.
2.    د شرکت رئیس/مرستیال مکلف دی تعهدپاڼه لاسلیک او مهر کړي. د پلور، پرزې یا بل کوم لامل په صورت کې که د شرکت موټر بېرته له پاکستان څخه افغانستان ته رانشي ټرانسپورټي شرکت یې مسؤل دی. 
3.    د واټ ټرانسپورټ تنظیم ولایتي ریاستونه مکلف دي چې د شرکت اصلي غوښتنلیک،  اصلي تعهد پاڼه او د موټرو اصلي جدول د وزارت د قوانینو او معاهداتو  ریاست ته د پاکستان هېواد ته د معرفي کولو په موخه واستوي او د ذکر شویو اسنادو یوه سکن کاپي د یاد ریاست بریښنالیک آدرس ته ولېږي.
4.    د قوانینو او معاهداتو ریاست مکلف دی چې د شرکت د غوښتنليک تعهد پاڼه   او د غوښتونکي شرکت د وسايطو لېست له ترلاسه کولو وروسته، د ارتباطي شخص له لورې  شرکت او د هغه د موټرو جدول  پاکستان ته معرفي کړي.
5.    ټرانسپورټي شرکتونه مکلف دي چې د شرکت نوم او د خپلو اړوندو موټرو لېست له پاکستان سره د شریکولو له ډاډ وروسته د لنډمهاله داخلېدو سند (TAD) ترلاسه کولو په موخه کابل کې د پاکستان سفارت او کندهار کې د پاکستان قونسلګرۍ ته سره له اړینو اسنادو مراجعه وکړي.
په کابل کې د پاکستان سفارت او په کندهار کې د پاکستان قونسلګرۍ څخه د لنډمهاله داخلېدو سند (TAD) صادرولو څرنګوالی
۱. د لنډمهاله داخلېدو  سند (TAD) لپاره د غوښتنلیک فورمه په انګرېزي ژبه ده. ټولو ټرانسپورټي شرکتونو ته د واټ ټرانسپورټ تنطیم ولایتي ریاستونو لخوا ورکول کېږي، دا فورمه هیڅ لګښت نلري او وړیا ده.
۲. د لنډ مهاله داخلېدو سند (TAD) لپاره غوښتنلیک به د اړینو اسنادو سره یوځای د کاري ورځو په جریان کې په کابل کې د پاکستان سفارت په 5 نمبر غرفه کې راټولېږي او په کندهار کې د پاکستان قونسلګرۍ کې د 11:00 څخه تر 12:00 بجو پورې راټولیږي.
۳.  د لنډ مهاله داخلېدو  سند (TAD) به د غوښتنلیکونو ترلاسه کولو له نېټې څخه په پنځو کاري ورځو کې صادر شي.
د پاکستان سفارت او قونسلګرۍ ته د لنډ مهاله داخلېدو سند د تر لاسه کولو لپاره د اړینو اسنادو لېست
•    د موټر، ډریور او کلینر لپاره په انګرېزي ژبه لاسلیک شوې او ټاپه شوې غوښتنلیک فورمې
•    د اصلي ختم شوي لنډ مهاله داخلېدو  سند (TAD) وړاندې کول (دا به د 180 ورځو عملیاتو وروسته اړین وي.)
•    د شرکت رئیس/ معاون د الکترونیکي تذکرې کاپي 
•    د موټر ترافیکي جواز سیر 
•    د شرکت جواز / د ټرانسپورټي فعالیت د اجازه لیک کاپي
•    د ډریور او کلینر دوه دوه عکسونه او د موټر د مخې او شا عکسونه چې پلیټ پکې ښکاره شي
•    د موټر چلوونکو او کلینرانو لېست سره د الکترونیکي تذکرو او د لایسنس کاپي