۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+

زیربنا خدمات

1402-10-26 سه‌شنبه
د هرات د واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست اداري ودانۍ د بیارغونې پروژه بشپړه شوه.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د هرات ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست اداري ودانې د بیا رغونې پروژه چې چارې یې دوه میاشتې وړاندې پیل شوې وې، د څه کم ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت سره بشپړه شوه. په دغه پروژه کې د یادې ودانې بشپړه رنګمالي، د الکترونیکي دروازو، اوبو او برق سیسټمونو فعالول او همداراز د نورو ویجاړ شویو برخو بیا رغونه شامل وه.

1402-10-16 شنبه
د پکتیا ولایت د واټ ټرانسپورټ اداري ودانۍ د جوړېدو چارې په چټکۍ روانې دي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت لخوا د پکتیا ولایت د واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست اداري ودانۍ د څه کم نهه ميلیونه افغانیو په لګښت سره جوړېږي، چې کارونه یې په چټکۍ سره روان دي. د يادولو وړ ده، چې د يادې ودانۍ چارې درې میاشتې وړاندې پيل شوې چې د ۱۵ اداري خونو په درلودلو سره په دریو پوړونو کې جوړېږي.

1402-10-13 چهارشنبه
د خوست واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لپاره د اداري ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ معین الحاج ملا عبدالسلام حیدري، د خوست ولایت مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت او یو شمېر رئیسانو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد ریاست لپاره د اداري ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه. یاده ودانۍ د لس میلیونه افغانیو په لگښت د ۱۵ اداري خونو په لرلو سره په دریو پوړونو کې جوړېږي، چې په راتلونکو پنځو میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.