۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+

زیربنا خدمات

1402-10-13 چهارشنبه
د کندوز ولایت شیرخان بندر کې د یوې پروژې چارې پیل شوې.

د ټرانسپورټ او هوايی چلند وزارت د کندوز ولایت د واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست له لورې د شیرخان بندر په باروړونکي ترمینل کې د یوه جومات، د پاکو اوبو رسولو سیسټم او د ترمینل احاطوي دیوال جوړولو چارې پیل شوې. یاده پروژه چې د اتو میلیونه افغانيو په لګښت سره پلې کېږي، نن یې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیسته وشوه، چې په بشپړېدو سره به یې موټرچلوونکو ته اسانتیاوې برابرې شي.

1402-10-13 چهارشنبه
د پکتیکا ولایت انګور هډه کې د ودانۍ جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د پکتیکا ولایت د واټ ټرانسپورټ د تنظیم لوی مدېریت اړوند د انګور هډې په سيمه کې يوه پوړيزه اداري ودانۍ چې جومات به هم ولري، د ۴.۵میلیونه افغانۍ په لګښت جوړیړي چې ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

1402-10-13 چهارشنبه
د خوست واټ ټرانسپورټ تنظیم رياست لپاره د نويې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د خوست ولایت واټ ټرانسپورټ تنظيم ریاست لپاره د نويې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې. یاده ودانۍ د ۳۰۸ متره مربع مساحت په لرلو سره د لس میلیونه افغانۍ په لګښت، په دوه پوړونوکې جوړېږي، چې د پنځه میاشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.