۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+

زیربنا خدمات

1403-02-25 سه‌شنبه
د پکتیکا انګور هډې اداري ودانۍ جوړولو چارې بشپړې شوې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لورې د نږدې اته میلیونه افغانیو په ارزښت د پکتیکا ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم لوی مدیریت اړوند انګور هډې ټرانسپورټي چارو پرمخ وړلو لپاره اداري ودانۍ او یو جومات چارې بشپړې شوې. همداراز یاده سیمه کې د باروړونکو موټرچلوونکو لپاره ګڼ شمېر اسانتیاوې(د شپې خونې، اوبو سیسټم، اوداسه ځایونه، هوټلونه) برابر شوي دي

1403-02-06 پنج‌شنبه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لورې په ١٩٠ متر مربع ځمکه کې د نهه ميليونه افغانيو په ارزښت د غور ټرانسپورټ آمريت لپاره د نوې اداري ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې دي. ياده ودانۍ د ٨ اداري خونو په درلودلو سره، په درې پوړونو کې جوړيږي، چې چارې به يې د پنځو مياشتو په موده کې بشپړې شي.

1403-01-19 یکشنبه
د فاریاب ولایت د واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست اداري ودانۍ جوړېدو چارې په بشپړېدو دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لورې د څه کم لس ميلیونه افغانیو په ارزښت د فاریاب ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لپاره د اداري ودانۍ جوړېدو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي. دا ودانۍ چې درې پوړونه لري، له چاپېرېدونکي دېوال سره یو ځای به ډېره ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.