۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+

زیربنا خدمات

1403-01-07 سه‌شنبه
د جوزجان ولایت د واټ ټرانسپورټ تنظیم آمریت اداري ودانۍ جوړېدو چارې په بشپړېدو دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له لورې د اته مېلیونه افغانیو په ارزښت د جوزجان ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم آمریت لپاره د اداري ودانۍ جوړېدو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي. دا ودانۍ چې درې پوړونه لري، له چاپېرېدونکي دېوال سره یو ځای به ډېره ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

1403-01-05 یکشنبه
د پروان ولایت د واټ ټرانسپورټ تنظیم آمریت اداري ودانۍ جوړېدو چارې روانې دي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت له‌ لورې د پروان ولایت، واټ ټرانسپورټ تنظیم آمریت اداري ودانۍ د نږدې نهه میلیونه افغانیو په لګښت سره جوړېږي، چې کارونه یې په چټکۍ سره روان دي. یاده ودانۍ چې چارې یې دوه میاشتې وړاندې پیل شوې، د ۱۲ اداري خونو درلودو سره په دریو پوړونو کې جوړېږي.

1402-12-26 شنبه
د خوست ولایت د واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست اداري ودانۍ جوړېدو چارې روانې دي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت له‌ لورې د خوست ولایت، واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست اداري ودانۍ د څه کم یوولس میلیونه افغانیو په لګښت سره جوړېږي، چې کارونه یې په چټکې سره روان دي. یاده ودانۍ چې چارې یې دوه نیمې میاشتې وړاندې پیل شوې، د ۱۶ اداري خونو درلودو سره په دریو پوړونو کې جوړېږي.