د هرات ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس په مشرۍ د ټرانسپورټي هډو، ترمینلونو او کنټرولي بندرونو کارکوونکو سره د ټرانسپورټي چارو لا تنظیم او معیاري خدماتو وړاندې کولو په موخه ناسته وشوه. په دغه ناسته کې د واټ ټرانسپورټ ټولو اړوند برخو کې د چارو لا تظیم او هېواد والو ته د معیاري خدماتو او سهولتونو برابرولو په اړه ګډونوالو ته ګڼې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.