۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+
1404-10-10 چهارشنبه
د ټرانسپورټي چارو شفافیت او چټکتیا لپاره غوره گام

د ننګرهار ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا په یاد ولایت کې د باروړونکو موټرو رونډ نوبت پلي کول په عملي ډول د برېښنايي سیستم له لارې پیل شو. دا چاره د ټرانسپورټي چارو شفافیت او د خدماتو کیفیت لوړولو لپاره غوره ګام دی. د یادولو وړ ده چې ننګرهار ولایت کې شاوخوا ۷ زره باروړونکي موټر او په ټول هېواد کې تر دې مهاله څه باندې ۶۰ زره باروړونکي موټر د رونډ نوبت برېښنايي سیستم کې ثبت شوي، ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ژمن دی، چې د عصري ټکنالوژۍ په کارولو سره د ټرانسپورټي خدمتونو لا ښه‌والي او اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره خپلې هڅې لا پراخه کړي.