په زابل ولایت کې د مسافروړونکي ترمینل او یاد ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم لوی مدېریت اداري ودانۍ د جوړېدو چارې په چتکۍ سره روانې دي. یاده پروژه چې د څه کم ۲۸میلیونه افغانیو په ارزښت اووه میاشتې وړاندې پیل شوې دا مهال یې چارې ۶۵ سلنه پرمخ تللي دي او په بشپړېدو سره به یې د یاد ولایت اوسېدونکو ته د ټرانسپورټي خدماتو په برخه کې لازم سهولتونه رامنځ ته شي.