د هرات ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس مولوي محمد اصف اصف په مشرۍ د باروړونکو ټرانسپورټي شرکتونو له استازو سره ناسته وشوه. پهدغه ناسته کې د ټرانسپورټي خدماتو پرمعیاري کولو او د باروړونکو موټرو د فعالیت په اړه خبرې وشوې. همدا ډول په یاده برخه کې د سهولتونو برابرولو او ټرانسپورټي چارو شفافیت په اړه ګډون والو ته لازمې لارښوونې وشوې.