۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+
1404-07-14 دوشنبه
مولوي فیض‌الله جمال د هوايي چلند پلټنې، خوندیتوب او پالیسۍ مرستیال وټاکل شو.

دعالیقدر امیرالمومنین حفظه‌الله د حکم پر اساس مولوي فیض‌الله جمال د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوايي چلند پلټنې، خوندیتوب او پالیسۍ مرستیال په توګه وټاکل شو. ښاغلی جمال د یوې غونډې په ترڅ کې، چې یو شمیر لوړ پوړو مسئولینو پکې برخه درلوده، د وزارت کارکوونکو ته په رسمي ډول وروپېژندل شو.