۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+
1404-09-02 یکشنبه
د زابل ولایت، د تیرپارک جوړولو چارې ۲۵ سلنه پرمخ تللې دي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له‌خوا د زابل ولایت مرکز قلات، کلاچه سیمه کې، د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت، د تیرپارک جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي، دغه تیرپارک چې په ۸۰ جریبه ځمکه جوړیږي چاپېرېدونکي دیوال، اداري ودانۍ، د اوبو رسولو شبکه او ځینې نورتاسیسات پکې شامل دي. د یادولو وړده چې د یادې پروژې کارونه دوې میاشتې وړاندې پیل شوي او دا مهال یې چارې ۲۵ سلنه پرمخ تللې دي.