د تخنیکي خدمتونو او خوندیتوب ریاست لخوا د کارکوونکو تخنیکي وړتیا او مسلکي مهارتونو لوړولو به موخه د خوست ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست کارکوونکو ته د وسایطو تخنیکي ارزونې، د GPS سیسټم پلي کولو او د ټرانسپورټي وسایطو معیاري کولو او خوندیتوب په برخو کې ښوونیز سمینار وړاندې شو. په یاد سمینار کې د ځمکني ټرانسپورټ د ودې او عصري کېدو په برخه کې د بېلابېلو برېښنايي سیسټمونو په اړه ګډونوالو ته په نظري او عملي ډول معلومات ورکړل شول.