۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+
1404-07-29 سه‌شنبه
د څه باندې ۵.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې لويې پروژې پرانیسته وشوه

د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ کې په ۵۸۲ جرېبه ځمکه، د څه باندې ۵۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د باروړونکي ترمینل جوړولو چارې پیل شوې. په یاده پروژه کې د ترمینل اصلي ودانۍ، د باروړونکو موټرو لپاره تم‌ځای، سړکونه، د برېښنا او اوبو رسولو شبکې، د ټرانسپورټي شرکتونو لپاره دفترونه د سوداګریزو مالونو ځانګړي مرکزونه، د اوروژنې وسایطو او کارکوونکو لپاره ودانۍ او ځينې نور تاسیسات شامل دي. یاده پروژه چې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې پلې کېږي چارې به یې د دریو کلونو په موده کې بشپړې شي.