د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا په کندهار ولایت کې د هېواد جنوب لوېدیځ زون زابل، کندهار، اروزګان او هلمند ولایتونو د ځمکني او هوايي ټرانسپورټ برخو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه ۱۸ ورځنۍ ښوونیز سمینار پیل شو. په دغه ښوونیزه دوره کې به د مالي او اداري، واټ ټرانسپورټ او هوايي چلند برخو کې د بېلابېلو سیسټمونو، ټرانسپورټي سندونو، نړیوال ټرانسپورټ او طرزالعملونو په اړه ګډون والو ته بشپړ معلومات ورکړل شي.