د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د سمنګان ولایت تاشقرغان نواباد سیمه کې، په ۱۰۵ جرېبه ځمکه د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د تیر پارک جوړولو چارې پیل شوې. په یاده پروژه کې د څه کم ۲ زره مترو په اوږد والي چاپېرېدونکی دېوال، اداري ودانۍ، د ساتونکو لپاره اطاقونه او ځینې نور تاسیسات شامل دي. د یادولو وړ ده چې د دغه پروژې چارې به په ۸ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.