د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د ټرانسپورټي او زېربنایي پروژو پلي کولو په دوام سره د نیمروز ولایت چخانسور ولسوالۍ دوراهي سیمه کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د تیر پارک جوړولو چارې پیل شوې. دغه پروژه چې په ۲۰۰ جرېبه ځمکه کې پلي کېږي، چارې به یې د یو کال په موده کې بشپړې شي.