د کابل ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لهخوا د ټرانسپورټي اسنادو وېش او د ټرانسپورټي وسایطو معیاري کولو په موخه، په تېرو دریو اونیو کې د څه کم ۳ زره موټرو تخنیکي ارزونه ترسره شوې. د دغه ارزونې په پایله کې د څه باندې ۲۰۰ موټرو ټرانسپورټي فعالیت د تخنیکي ستونزو د حل په موخه ځنډول شوی. دیادولو وړ ده چې د خوندي ټرانسپورټي سیستم رامنځه ته کولو په موخه، د موټرو تخنیکي ارزونه په پرلپسې ډول دوام لري.