۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+
1404-08-20 سه‌شنبه
د باغ پل مسافر وړونکي ترمینل د چارو له کیفیت څخه څارنه ترسره شوه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ معین الحاج ملا عبدالسلام حیدري او د پلان او زېربناوو د پراختيا لوی رئیس ډاکټر محمد رستم حفیظیار د کندهار ولایت باغ پل مسافروړونکي ترمینل د چارو څخه څارنه وکړه. او د قراردادي شرکت استازو ته یې د پروژې کارونو چټکتیا او کیفیت په پار اړینې لارښوونې وکړې. ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د پروژو په پلي کېدو کې کیفیت ته لومړیتوب ورکوي او تل يې د چارو څخه جدي څارنه ترسره کوي.