په سمنګان ولایت کې د مسافرو خوندیتوب او ټرانسپورټي وسایطو معیاري کولو په موخه په ټرانسپورټي هډو او ترمینلونو کې د موټرو تخنیکي کنټرول پروسه په پرلپسې ډول دوام لري، د یادې پروسې په ترڅ کې زیاتره موټر په ټرانسپورټي معیارونو برابر شوي اوتر ډېره ګټوره تمامه شوې ده.