۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+
1404-09-02 یکشنبه
احمد شاه‌بابا نړیوال هوايي ډګر کې ۱۸ ورځنی ښوونیز سمینار پای ته ورسېد.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا، احمد شاه‌بابا نړیوال هوايي ډګر کې د هېواد جنوب لوېدیځ زون (غزني، زابل، کندهار، اروزګان، نیمروز او هلمند) ولایتونو د ځمکني او هوايي ټرانسپورټ برخو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه ۱۸ ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو. په دغه ښوونیزه دوره کې د مالي او اداري، واټ ټرانسپورټ او هوايي چلند برخو کې د بېلابېلو سیسټمونو، ټرانسپورټي سندونو، نړیوال ټرانسپورټ او طرزالعملونو په اړه ګډونوالو ته بشپړ معلومات ورکړل شول.