۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+
1404-09-27 پنج‌شنبه

د اونۍ وېډیويي راپور:
د کابل نړیوال هوايي ډګر، د اوروژنې برخې ۳۵ کارکوونکو ته د ځانګړو زده کړو ترلاسه کولو وروسته د فراغت سندونه ورکړل شول،
دغه ۱۴ ورځنۍ ښوونېزه برنامه چې د هوايي چلند په برخه کې د کارکوونکو ظرفیت لوړولو او مسلکي کولو په موخه ترسره شوه،  د خطرونو مخنیوي، مدېریت او بېلا بېلو موضوعاتو په اړه کارکوونکو ته لازمې زده کړې ورکړل شوې.
////////
د فاریاب ولایت اقینې بندر کې د تیر پارک جوړولو چارې ۲۷ سلنه پرمخ تللې دي ، یاد تیرپارک چې د څه باندې ۱۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت په ۲۰ جریبه ځمکه کې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې جوړېږي، اداري ودانۍ، د موټرو پارکېنګ، ورکشافونه او ځینې نور تاسیسات پکې شامل دي.

/////////
ښایې په نېږدې راتلونکي کې د ایران هېواد وارش هوايي شرکت د تهران او کابل ترمنځ خپلې الوتنې پیل کړي، د یاد هوايي شرکت الوتنو په پيل سره به مسافرو ته لا زیات سهولتونه برابر شي
/////////////
د هواپېژندنې برخې د ظرفیت لوړولو او مسلکي کولو په موخه ، د هواپېژندنې ریاست کارکوونکو ته شپږ ورځنی ښوونېز سمینار وړاندې شو.
په دغه ښوونېزه دوره کې د ( GIS) سیستم د کارونې،  اقلیمي بدلون، وچکالۍ، سېلابونو او د هواحالاتو وړاندوینې په اړه کارکوونکو ته  بېلا بېلې زده کړې ورکړل شوې. 
////////
د پنجشېر ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم امریت لخوا د ټرانسپورټي شرکتونو استازو په ګډون د پنجشېر- کابل مسیر مسافروړونکې هډه کې د دوو مسافروړونکو ټرانسپورټي شرکتونو فعالیت پیل شو، ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت هڅه کوي چې په ټول هېواد کې د ټرانسپورټي خدماتو پراختیا ته دوام ورکړي، ترڅو هېوادوالو ته د اسانه، ارزانه او خوندي تګ راتګ بشپړه زمینه رامنځ ته شي.
/////////
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له‌خوا د کندوز هوايي ډګر کې، د عملیاتي وسایطو خوندیتوب او هوايي ډګر د اساسي تاسیساتو ساتنې او پاملرنې په موخه، د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو  په ارزښت، د ترمینل او جومات بیارغولو او د اوروژنې وسایطو لپاره د سیوري ځای جوړولو چارې روانې دي.
یاد هوايي ډګر ته په اونۍ کې شاوخوا شپږ الوتنې د موسساتو او خیریه بنسټونو لخوا ترسره کېږي او د یادې پروژې په پلي کېدو سره به د عملیاتي وسایطو او تاسیساتو د ښې ساتنې او پاملرنې همډا ډول د هوايي ټرانسپورټي خدماتو کیفیت لوړولو ته زمینه برابره شي.

ویډیو

https://www.youtube.com/watch?v=4_Xdgp16dhQ&feature=youtu.be