د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د کندوز ولایت، چهار درې ولسوالۍ نواباد سیمه کې، په ۴۰۰ جرېبه ځمکه د ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د تیر پارک جوړولو چارې پیل شوې. په یاده پروژه کې د تیرپارک چاپېرېدونکی دېوال، اداري ودانۍ، د اوبو رسولو سیسټم او ځینې نور تاسیسات شامل دي. د یادولو وړ ده چې د دغه پروژې چارې به د ۸ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.