د فاریاب ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا د سوداګریزو مالونو خوندي لېږد رالېږد او ټرانسپورټي خدماتو ته د سیمې اوسېدونکو د لاسرسي په موخه د یاد ولایت دولت اباد او اندخوی ولسوالیو کې په معياري توګه ټرانسپورټي خدمات وړاندې کيږي. د یادولو وړ ده چې درونډ نوبت او موټرچلوونکو لپاره ټول لازم سهولتونه برابر شوي او د سوداګریزو مالونو خوندي او اسانه لېږد رالېږد او د باروړونکو موټرو منظم فعالیت ته بشپړه زمینه برابره شوې ده.