د هرات ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست اړوند د هرات- اسلام کلا او هرات- مزار او جوزجان مسیرونو موټر په نوی رنګ او ټرانسپورټي اصولو برابر شوي. د یادو مسیرونو ټرانسپورټي هډو کې د موټرچلوونکو او مسافرو لپاره د اړتیا وړ اسانتیاوې برابرې شوې دي. د یادولو وړ ده چې د هېواد په هره برخه کې د ټرانسپورټي چارو معیاري کېدو په موخه هڅې روانې دي ترڅو د سیمې اوسېدونکو ته د خوندي، اسانه او ارزانه سفر کولو اسانتیاوې لازیاتې شي.