د تخنیکي خدمتونو او خوندیتوب ریاست لخوا د کارکوونکو تخنیکي وړتیا او مسلکي مهارتونه لوړولو په موخه د نورستان ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم امریت کارکوونکو ته د وسایطو تخنیکي ارزونې، د GPS سیسټم پلي کولو په هډو او ترمینلونو کې د ټرانسپورټي وسایطو خوندیتوب او معیاري کولو په برخو کې روزنیز او ښوونیز سمینار وړاندې شو. د یادولو وړ ده چې د سمینار په پای کې د ټرانسپورټي هډو او ترمینلونو موټرچلوونکو ته، د مسافروړونکو موټرو معیاري کولو، د ټرانسپورټي اوصولو پلي کولو او خوندي سفر په اړه لازمې لارښوونې وشوې.