د واټ ټرانسپورټ معین الحاج ملا عبدالسلام حیدري نن پنجشنبه کابل کې د قرغیزستان هېواد ځمکني ټرانسپورټ معین الماس تورگونبویف (Almaz Turgunbaev) سره وکتل په دغه کتنه کې د دواړو هیوادونو د ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړیکو په پراختیا، د باروړونکو موټرو د فعالیت په زیاتوالي او په یاده برخه کې د سهولتونو رامنځته کولو په اړه خبرې وشوې. همدا راز د ټرانسپورټي اړیکو لا پراختیا په موخه د دواړو هېوادونو د تخنیکي ټیمونو په ګډه ناسته پرېکړه وشوه.