په کندوز ولایت کې څهکم ۳ زره مسافروړونکي موټر شاوخوا ۲۰ بېلا بېلو مسیرونو باندي فعالیت لري، د یاد ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست له لوري د ۴ لویو ټرانسپورټي هډو او ۷ ټرانسپورټي کنټرولي بندرونو له لارې په ۲۴ ساعته ډول منظم ټرانسپورټي خدمتونه وړاندې کېږي. د موټرو لپاره د ښار څنډو کې منظم تمځایونه ټاکل، د ټرانسپورټي موټرو منظم او په اصولو برابر فعالیت او په هډو کې د اړتیا وړ سهولتونو ته د مسافرو او موټرچلوونکو لاسرسۍ د ټرانسپورټي چارو ښه والي او پرمختګ په موخه د یاد ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست د هلو ځلو ښکارندويي کوي.