د نیمروز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست مسئولینو لخوا د زرنج ښار ختیځ ټرانسپورټي بندر کې د ټاکل شوې کرایې لایحې پلي کولو په موخه د یاد ولایت لویو مسافر وړونکو موټرو د کرایې څخه څارنه او کنټرول ترسره شو او موټرچلوونکو ته د مسافرو خوندي سفر په اړه لازمې لارښونې وشوې.