۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+
1404-10-07 یکشنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دهوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل.

خبرداری
د اعتبار موده د ۱۴۰۴ کال د مرغومې ۸ نېټې پورې

په لاندې ولايتونو کې د واورې تیز باران تالنده بریښنا او تیز و بادونو پیښیدو اټکل
په غزنی دایکندی اروزگان ،غور فاریاب، بادغیس هرات فراه نیمرزو هلمند کندهار او زابل ولايتونو کې چې د باران کچه په بېلابېلو سيمو کې له (۱۰) څخه تر (۳۰) ملي متره او د واورې کچه له ۱۰) څخه تر (۳۵) سانتي مترو پورې اټکل کېږي.
همدارنگه په مرکزي شمال لوېديځو لوېديځو او سوبلي ولايتونو کې د سالنګونو په ګډون د تیز و بادونو پیښیدو اټکل شته چې د سرعت کچه یې په بېلا بېلو سيمو کې (۵۰) څخه تر (۸۵) کیلو متره به ساعت کې اټکل کيږي.
نوټ په گرمو سیموکې د سېلابونو پیښیدو اټکل کيږي.