بدخشان ولایت کې د ټرانسپورټي چارو فعالیت پراختیا موندلې او د یاد ولایت اوسېدونکي د منظمو ټرانسپورټي خدماتو، سهولتونو او خوندي سفر له اسانتیاوو څخه برخمن دي چې دا مهال په یاد ولایت کې څه باندې ۲ زره مسافروړونکي موټر په شاوخوا ۲۲ بېلا بېلو مسیرونو باندي فعالیت لري. د یادولو وړ ده چې د بدخشان ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست له لوري د ۷ ټرانسپورټي هډو او درېیو کنټرولي بندرونو له لارې د دغه ولایت اوسېدونکو ته په ۲۴ ساعته ډول منظم ټرانسپورټي خدمتونه وړاندې کېږي.