نن سه شنبه د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیر الحاج ملا حمید الله اخندزاده په مشرۍ پلاوي عمان هېواد ته رسمي سفر ترسره کړ، چې یاد پلاوی به د سفر پر مهال د عمان هېواد له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره د هوايي چلند او ځمکني ټرانسپورټ پیاوړتیا او پراختیا په تړاو ګټورې ناستې ولري. په دغه سفر کې به د دواړو هېوادونو تر منځ د دوهاړخیزو همکاریو د پراخولو تر څنګ، د ټرانسپورټ او هوايي چلند برخو کې پر ځینو مهمو موضوعاتو هم بحثونه وشي.