۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+
1404-08-26 دوشنبه
د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ کې د تیرپارک جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له‌خوا د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ کې، د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت، د تیرپارک جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي، دغه تیرپارک چې په ۲۰۰ جریبه ځمکه جوړیږي. چاپېرېدونکي دیوال، اداري ودانۍ، د اوبو رسولو شبکه او ځینې نورتاسیسات پکې شامل دي. د یادولو وړده چې د کارونو چټکتیا او ښه کیفیت ترسره کېدو په موخه د تیرپاک له روانو چارو څخه په دوامدار ډول څارنه ترسره کېږي.