۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+
1404-07-23 چهارشنبه
مالي او اداري معین د پروژو له روانو چارو څخه څارنه وکړه.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مالي او اداري معین حافظ صدیق الله عابد او ورسره مل پلاوي د کابل ولایت ختیځ څرخي پل سیمه کې د ټولګېټ او ختیځ مسافروړونکي ترمینل د پرژو له روانو چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه. په دغه څارنه کې د پروژو په ښه ډول پلي کېدو او د پروژو د پلان او قرارداد سره سم د کارونو د ښه کیفیت ترسره کېدو په اړه تاکید وشو.