د اونۍ وېډیويي راپور:
#دامان_ولسوالۍ کې د باروړونکي ترمینل د جوړېدو چارې په چتکۍ سره روانې دي
د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ کې د باروړونکي ترمینل د جوړېدو چارې په چتکۍ سره روانې دي، دغه ترمینل چې په ۵۸۲ جرېبه ځمکه، د څه باندې ۵۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي، چارې به یې د دریو کلونو په موده کې بشپړې شي.
په یاده پروژه کې د ترمینل اصلي ودانۍ، د باروړونکو موټرو لپاره تمځای، سړکونه، د برېښنا او اوبو رسولو شبکې، د ټرانسپورټي شرکتونو لپاره دفترونه، د اوروژنې وسایطو او کارکوونکو لپاره ودانۍ او ځينې نور تاسیسات شامل دي.
د #کندوز_ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لهخوا د امام صاحب ولسوالۍ مسافروړونکي او باروړونکي ترمینلونو کې د موټرو تخنیکي ارزونې پروسه ترسره شوه. په یاده پروسه کې د موټرو معیاري کولو، د لایزري څراغونو لرې کولو او ټرانسپورټي اصولو پلي کولو په اړه موټر چلوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.
د #بلخ_ولایت مولانا جلاالدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر کې د انتظار او موټرو د تم ځای جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او کارونه یې ۱۵ سلنه کاري پرمختګ لري.
یاده پروژه د ۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د عامه او خصوصي مشارکت له لارې ترسره کېږي په دوه پوړونو کې د مسافرو لپاره یو معیاري انتظار ځای او د لازمو سهولتونو په لرلو سره د ټرانسپورټي وسایطو لپاره تم ځای پکې شامل دي.
د #کابل عامه ښاري ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا د قمبر څلور لاري ساحه د موټرو تخنیکي ارزونې ځانګړی مرکز کې د ټرانسپورټي اسنادو اخیستو په موخه په ورځني ډول د ۲۵۰ موټرو تخنیکي ارزونه ترسره کېږي.
په دغه پروسه کې موټر، د بېلا بېلو تخنیکي ځانګړنو او مشخصاتو له مخې ارزول کېږي.
د ټرانسپورټي وسایطو معیاري کول نه یواځې د موټرچلوونکو په ګټه دي بلکه د هېواد ټرانسپورټي سیستم ښه والي او هېواد والو ته د ښو خدماتو وړاندې کولو کې مهمه ونډه لري.
د #ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لهخوا د کندوز ولایت چهار درې ولسوالۍ کې ، د څه باندې ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت، د تیرپارک جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي، دغه تیرپارک چې په ۴۰۰ جریبه ځمکه جوړیږي چاپېرېدونکي دیوال، اداري ودانۍ، د اوبو رسولو شبکه او ځینې نورتاسیسات پکې شامل دي.
د یادولو وړده چې د کارونو چټکتیا او ښه کیفیت ترسره کېدو په موخه د تیر پاک له روانو چارو څخه په دوامدار ډول څارنه ترسره کېږي.
لینک ویډیو
https://www.youtube.com/watch?v=75A9Zf4xPG4