د هواپېژندنې ریاست لهخوا، په ولایتونو کې د هواپېژندنې برخې کارکوونکو ته، د هواپېژندنې سټېشنونو په اړه لس ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو. په دغه ښوونیزه دوره کې ګډونوالو ته د هواپېژندنې بېلابېلو وسایلو د کارونې په اړه، په عملي او نظري ډول زده کړې ورکړل شوې.