۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+
1404-08-11 یکشنبه
د ټرانسپورټي وسايطو د فعاليت لا معياري کولو په موخه ناسته وشوه

د پکتیا ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس په مشرۍ د ټرانسپورټي شرکتونو او موټرچلوونکو له استازو سره، د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ټرانسپورټي وسایطو د فعالیت معیاري کولو په موخه ناسته وشوه. په دغه ناسته کې د ټرانسپورټي اوصولو او طرزالعمل پلي کولو په اړه ګډونوالو ته لازمې لارښوونې وشوې همدا ډول د ټرانسپورټي وسایطو پرمعیاري کولو باندې ټینګار وشو.