د ننګرهار ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس په مشرۍ، د یاد ولایت ټرانسپورټي هډو او کنټرولي بندرونو کارکوونکو سره د ټرانسپورټي چارو لا تنظیم په موخه ناسته وشوه. په دغه ناسته کې کارکوونکو ته د ټرانسپورټي چارو ښه والي او ټرانسپورټي اصولو پلي کولو په اړه سپارښتنې وشوې. او هېوادوالو ته په یاده برخه کې د لا زیاتو سهولتونو برابرولو او ټرانسپورټي خدماتو کیفیت لوړولو باندې ټینګار وشو.