د هرات ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم رئیس مولوي محمد اصف اصف په مشرۍ د باروړونکو ټرانسپورټي او ټرانزیټي شرکتونو له استازو سره ناسته وشوه. پهدغه ناسته کې د شرکتونو ترمنځ د همغږۍ په درلودلو او د ټرانسپورټي خدماتو معیاري کولو په اړه خبرې وشوې او په یاده برخه کې د سهولتونو برابرولو او ټرانسپورټي چارو شفافیت په اړه ګډون والو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.