۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+

خـــبرونه

1404-09-15 شنبه
په کندوز کې د موټرو تخنیکي ارزونې پروسه ترسره شوه

د کندوز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست له‌خوا د امام صاحب ولسوالۍ ټرانسپورټي ترمینلونو کې د موټرو تخنیکي ارزونې پروسه ترسره شوه. په یاده پروسه کې د موټرو معیاري کولو، د لایزري څراغونو لرې کولو او ټرانسپورټي اصولو پلي کولو په اړه موټر چلوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې. 

1404-09-12 چهارشنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت دهوا پېژندنې ریاست لخوا د هوا حالاتو اټکل.

خبرداری
د اعتبار موده د ۱۴۰۴ کال د ليندۍ ۱۳ نېټې پورې

په لاندې ولايتونو کې د باران پېښېدو اټکل
به هرات فراه بادغیس ،غور فاریاب سرپل بامیان او اروزګان ولايتونو کې چې د باران کچه په بېلابېلو سيمو کې له ۱۰) څخه تر (۲۵) ملي مترو پورې اټکل کېږي.
نوت په لوړو او يخو سیموکې د واورې اورېدو اټکل کېږي

 

1404-09-12 چهارشنبه
په اروزگان ولایت کې ټرانسپورتي خدمتونو ته لاسرسی

د اروزګان ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست لخوا د اروزګان– کندهار مسیر موټر په ټرانسپورټي اصولو برابر شوي او همدا مهال د یاد ولایت اوسېدونکي په منظم ډول غوره ټرانسپورټي خدمتونو ته لاسرسی لري، په ټولو ټرانسپورټي هډو کې د موټرچلوونکو او مسافرو لپاره د اړتیا وړ سهولتونه برابر شوي دي.