د تخنیکي خدمتونو او خوندیتوب ریاست لخوا د کارکوونکو تخنیکي وړتیا او مسلکي مهارتونو لوړولو په موخه د ننګرهارولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست کارکوونکو ته د وسایطو تخنیکي ارزونې، د GPS سیسټم پلي کولو په هډو او ترمینلونو کې د ټرانسپورټي وسایطو خوندیتوب او معیاري کولو په برخو کې ښوونیز او معلوماتي سمینار وړاندې شو. په یاد سمینار کې د ځمکني ټرانسپورټ د ودې او عصری کېدو په برخه کې د بېلابېلو برېښنايي سیسټمونو په اړه ګډونوالو ته په نظري او عملي ډول معلومات ورکړل شول او دغه سمینار به د ټرانسپورټي چارو معیاري کېدو په کاري ساحه کې د وسایطو تخنیکي ارزونې د پروسې چټکتیا او نورو اړوند برخو کې ګټورې پایلې ولري.