د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لهخوا د روان کال په تېرو وروستیو درېیو میاشتو کې، د هېواد بېلا بېلو ولایتونو کې د ۳۵ زره، ۲۸۷ مسافروړونکو او باروړونکو موټرو تخنیکي ارزونه شوې ده. د دغه ارزونې په ترڅ کې دلېږدونکو وسایطو تخنیکي وضعیت بېلا بېل اړخونه په منظم ډول ارزول کېږي ترڅو د مسافرو ، سوداګریزو مالونو او لېږدوونکو وسایطو د خوندیتوب بشپړ تامین رامنځ ته او د هر ډول احتمالي خطر، ټرافیکي پېښو او مالي او ځاني زیانونو مخه ونیول شي.