۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+

خـــبرونه

1404-07-21 دوشنبه
د تیر (TIR) سیسټم غوره پلي کولو په اړه ناسته وشوه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، د ځمکني ټرانسپورټ قوانینو او معاهداتو رئیس یارمحمد رمضان په مشرۍ د مالیې، ټولګټو چارو ، صنعت او سوداګرۍ او کورنیو چارو وزارتونو د استازو په ګډون د تیر نړیوال ټرانسپورټي سیستم غوره پلي کولو په اړه ناسته وشوه. په دغه ناسته کې د یاد سیسټم له لارې د ټرانسپورټي شرکتونو د فعالیت، د سوداګریزو مالونو لېږد رالېږد، د دغه سیستم له لارې د صادراتو او وارداتو پر زیاتوالي او یو شمېر نورو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.

1404-07-21 دوشنبه
حیرتان دوراهي کې د دوو لویو پروژو پلي کېدل

د ټرانسپورټي خدمتونو د ښه‌ والي په موخه د بنسټیزو پروژو پلي کېدل!
حیرتان دوراهي کې دوې لویې پروژې د پلي کیدو په حال کې دي.
راپور 👇

https://www.youtube.com/watch?v=3zfgo-E6Dlg&feature=youtu.be

1404-07-19 شنبه
د هلمند ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست د اداري ودانۍ جوړولو چارې ۶۰ سلنه پر مخ تللې دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د هلمند ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست د اداري ودانۍ جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. یاده ودانۍ چې په دریو پوړونو کې جوړیږي، کارونه یې ۶۰ سلنه پرمخ تللي.