۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+

خـــبرونه

1404-07-19 شنبه
فاریاب ولایت کې د تیرپارک جوړولوچارې پیل شوې

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د زېربنایي او ټرانسپورټي پروژو پلي کولو په دوام سره، د فاریاب ولایت دولت اباد ولسوالۍ کې د ۱۴ میلیونه، ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د تیر پارک جوړولو چارې پیل شوې. د دغه پروژې چارې به د یو کال په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

1404-07-17 پنج‌شنبه
جوزجان ولایت کې د تیرپارک جوړولو چارې پيل شوې

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا دزېربنایي او ټرانسپورټي پروژو پلي کولو په دوام سره، د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ، خراسان پل سیمه کې، د یاد وزارت پلان او زېربناوو پراختیا لوی رئیس داکتر انجنیر محمدرستم "حفیظیار " او ولایتي مسئولینو په ګډون، د ۱۸ میلیونه، ۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت د تیر پارک جوړولو چارې پیل شوې. د دغه پروژې چارې به یو کال په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

1404-07-17 پنج‌شنبه
د ټرانسپورټي شرکتونو د طرزالعمل پلي کولو په موخه ناسته وشوه

د لغمان ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست د ټرانسپورټي شرکتونو استازو سره، د ټرانسپورټي چارو لاښه تنظیم په موخه ناسته وکړه. په دغه ناسته کې د ټرانسپورټي شرکتونو د طرزالعمل پلي کولو، دټرانسپورټي وسایطو تنظیم او اړوند موضوعاتو په اړه بحث او شرکتونو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.