۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+

خـــبرونه

1404-07-03 پنج‌شنبه

مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر کې د ۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د يوې پروژې پرانیسته وشوه.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لخوا د بلخ ولایت مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر کې د ۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د مسافرو لپاره د انتظار ځای او د موټرو تم ځای جوړولو پروژه پرانیستل شوه، دغه پروژه چې د عامه او خوصوصي مشارکت له لارې ترسره کېږي د شمال زون مسافرو لپاره به د لازیاتو سهولوتونو برابرولو کې مهم رولو ومومي.

په تېرو دریو میاشتو کې تر ۱۱ زره ډېرو موټرو تخنیکي ارزونه شوې ده.
 د کابل ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم لوی ریاست لخوا د روان کال تېرو درېیو میاشتو کې د ټرانسپورټي اسنادو وېش په موخه د ۱۱ زره مسافر وړونکو او باروړونکو موټرو تخنیکي ارزونه ترسره شوې ده. د ارزونې په پایله کې څه باندې ۱۰ زره موټر د وسایطو د ثبت برېښنايي سیستم کې ثبت شوي. 

په کندوز ولایت کې موټرچلوونکو ته د روغتیا کارتونو وېش پیل شوی.
د کندوز ولایت د واټ ترانسپورټ تنظیم ریاست له لوري په یاد ولایت کې موټر چلوونکو ته د روغتیا کارتونو وېش لړۍ پیل شوې ده. یاد کارتونه له بشپړې روغتیایي کتنې وروسته موټر چلوونکو ته ورکول کیږي، تر څو د هغوی د فزیکي او ذهني روغتیا بشپړ تضمین وشي.
د یادولو وړ ده چې تېرو لسو ورځو  کې څه کم ۲ زره موټر چلوونکو ته د روغتیا کارتونه وېشل شوي دي، او دا لړۍ لا هم روانه ده، دا د مسافرو او موټر چلوونکو خوندي سفر لپاره یو  ښه کام بلل کیږي.

په تیرو ۶ میاشتو کې د څه کم ۱۸۰۰ باروړونکو موټرو تخنیکي ارزونه ترسره شوې ده.
د باروړونکو موټرو معیاري کولو، د سوداګریزو مالونو خوندي لېږد او ټرانسپورټي اسنادو وېش په موخه د نیمروز ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم ریاست له لوري د روان کال په تېرو ۶ میاشتو کې شاوخوا د یو زره، ۸۰۰ باروړونکو موټرو تخنیکي ارزونه ترسره شوې ده.
د یادولو وړ ده چې په دغه موده کې د موټرو له تخنیکي ارزونې وروسته  په یاد ولایت کې څه باندې یو زره، ۶۰۰ باروړونکو موټرو ته ټرانسپورټي اسناد هم وېشل شوي دي او دا لړۍ په نور مال ډول دوام لري.

په کندوز ولایت کې د څه کم ۳۹ میلیونه افغانیو په لګښت یوه لویه پروژه بشپړه شوه.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت لخوا د څه کم ۳۹ میلیونه افغانیو په لګښت، د  کندوز ولایت، علي اباد ولسوالۍ کې په څه باندې ۱۱ سوه جرېبه ځمکه باندې د باروړونکي ترمینل او تیرپارک چاپېرېدونکي دېوال جوړولو چارې بشپړې شوې
دغه دیوال چې ۶ زره، ۲۰۰ متره اوږدوالی او څه باندې ۳ متره لوړوالی لري په اساسي توګه جوړ شوی، تمه ده د یاد تیر پارک او ترمینل اړوند نورو تاسیساتو جوړولو چارې هم په نیږدې راتلونکي کې پیل شي.

ویدیو

https://www.youtube.com/watch?v=i7pQ4Ydk3r8

1404-07-03 پنج‌شنبه
په تېرو دریو میاشتو کې تر ۱۱ زره ډیرو موټرو تخنیکي ارزونه شوې ده

د کابل ولایت واټ ټرانسپورټ تنظیم لوی ریاست لخوا د روان کال تېرو درېیو میاشتو کې ټرانسپورټي اسنادو وېش په موخه د ۱۱ زره مسافر وړونکو او باروړونکو موټرو تخنیکي ارزونه ترسره شوې ده. د ارزونې په پایله کې څه باندې ۱۰ زره موټر د وسایطو د ثبت برېښنايي سیستم کې ثبت شوي. 

1404-07-02 چهارشنبه
د سمنگان ولایت نوی ترمینل ، نوې هیلې

په سمنګان ولایت کې د مسافروړونکي ترمینل د جوړېدو چارې په بشپړېدو دي.

راپور:👇

https://www.youtube.com/watch?v=Gl8IzuMy6T0