۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+

خـــبرونه

1402-05-01 یکشنبه
د واټ ټرانسپورټ معين او ورسره مل پلاوي شبرغان او سرپل ولايتونو ته سفر ترسره کړ


    1. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ معين الحاج ملا عبدالسلام حيدري او ورسره مل پلاوي بېلابېلو ولايتونو ته د خپلو سفرونو په لړ کې د شبرغان او سرپل ولايتونو ته سفر ترسره کړ، په دې سفر کې د يادو ولايتونو له ټرانسپورټي چارو څخه ليدنه وشوه، د ټرانسپورټي شرکتونو له استازو او موټرچلوونکو سره په لېدنه کې هغوی ته د چارو د ښه والې په پار لازمې لارښوونې وشوې او د دې تر څنګ د ټرانسپورټ او هوايي چلند اړوند کاروکوونکو څخه د چارو د ارزونې په موخه ازموينه هم واخېستل شوه.

1402-05-01 یکشنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست په خپل کاري دفتر کې د غور ولايت له والي سره وکتل.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست الحاج ملا حميدالله اخندزاده د غور ولايت له والي ملا احمد شاه دين دوست سره په ليدنه کې د غور ولايت د ټرانسپورټي چارو په ښه والي او د غور هوايي ډګر پر لا معیاري کېدلو او ددې تر څنګ پر ځينو نورو ورته مهمو مسائلو خبرې اترې وکړې.

1402-04-31 شنبه
د هوايي ډګرونو څخه د ښې ګټې اخيستنې په پار غونډه ترسره شوه.

د هوايي ډګرونو څخه د ښې ګټې اخيستنې په پار غونډه ترسره شوه.
 د عالي قدر امير المؤمنين حفظه الله د حکم  پر اساس د ملکي او نظامي هوايي ډګرونو د تنظيم او تفکيک په اړه غونډه وشوه چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مالي اداري او عملياتي معينانو، د هوايي چلند اړوند رئیسانو او همدارنګه د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو د هوايي ځواک او سرحدي پوليسو استازو هم پکې ګډون درلود، د هوايي ډګرونو څخه د ښې ګډې ګټې اخيستنې،د ساحو د تفکيک او د هوايي چلند پر ځينو نورو  مسائلو خبرې وشوې او یاد هيئت د کابل نړېوال هوایي ډګر څخه له نږدې کتنه وکړه.