۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+

خـــبرونه

1402-04-31 شنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند سرپرست دسوداګرۍ خونې له مرستيال، سوداګرو او يوشمېر موټرچلوونکو سره وکتل.

په دې لیدنه کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند سرپرست الحاج ملا حميدالله اخندزاده د یادو کسانو سره په خپل کاري دفتر کې په ټرانسپورټي او سوداګريزو مسائلو  او د ولايتونو تر منځ د بار وړونکو موټرو د نوبت پر جوړیدونکي طرزالعمل خبرې وکړې او ددوی وړانديزونه یې واورېدل او په اړه یې لازمې پريکړې ونيول شوې.

1402-04-31 شنبه
د واټ ټرانسپورټ معين او ورسره مل پلاوي فارياب ولايت ته سفر ترسره کړ

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ معين الحاج ملا عبدالسلام حيدري په مشرۍ مل پلاوي بېلابېلو ولايتونو ته د خپلو سفرونو په لړ کې د فارياب ولايت ته سفر ترسره کړ په ياد سفر کې د دغه ولايت له چارواکو سره پر لېدنه سربېره د فارياب ولايت له هډو، ترمينلونو او همدارنګه د اقينې بندر څخه هم له نږدې ليدنه وکړه ;نوموړي د ټرانسپورټي شرکتونو له استازو او باوروړونکو موټر چلوونکو سره د ځينو ټرانسپورټي ستونزو د حل په موخه خبرې وکړې. همداراز په دغه سفر کې د بشري سرچېنو د رئیس له لوري د فارياب ولايت له ټرانسپورټي کارکوونکو څخه د چارو د ارزونې په موخه ازموينه هم واخېستل شوه.

1402-04-28 چهارشنبه
استانبول ښار ته الوتنې پيل شوې

د مولانا جلال الدين محمد بلخي(مزار شريف) له نړيوال هوايي ډګر څخه د ترکيې هيواد استانبول ښار ته الوتنې پيل شوې، دا الوتنې د اوس لپاره د کام ایر هوايي شرکت له خوا په اونۍ کې يو ځل د سه شنبې په ورځ ترسره کېږي چې لومړنۍ الوتنه يې تېره ورځ ترسره شوه.