۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+

خـــبرونه

1402-04-22 پنج‌شنبه
د هوايي ډګرونو څخه د ګډې ګټې اخيستنې په موخه غونډه ترسره شوه.

 نن (چارشنبه) د عالي قدر امير المؤمنين حفظه الله د حکم او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د سرپرست الحاج ملا حميدالله اخندزاده د لارښوونې پر اساس غونډه وشوه ـ
 په ياده غونډه کې  ددغه وزارت د معينانو، رئیسانو او همدارنګه د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو د هوایي ځواک او سرحدي پوليسو استازو هم پکې ګډون کړى و.
په دغه غونډه کې د هوايي ډګرونو څخه د ګډې ګټې اخيستنې او همدارنګه د ملکي او نظامي هوايي ډګرونو د تفکيک، تقسيم ، د حدودو معلومولو او نورو هوايي ډګر اړوند مهمو موضوعاتو په اړه بحثونه او پريکړې وشوې ـ

1402-04-21 چهارشنبه
د څارنې او ارزونې رياست هیئت هرات ولایت ته سفر ترسره کړ

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د څارنې او ارزونې هیئت هرات ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د خواجه عبدالله انصاري هوایي ډګر او د ياد ولايت د ټرانسپورټي چارو ، هډو او بندرونو څخه لېدنه او څارنه ترسره کړه او د دې تر څنګ يې د عوايدي سرچېنو د پراختيا او غوره کنټرول په برخه کې د ياد ولايت د واټ ټرانسپورټ رياست استازو ته د ظرفيت لوړونې يو ورځنی سمينار هم وړاندې کړ.

1402-04-20 سه‌شنبه
د واټ ټرانسپورټ معين او ورسره مل پلاوي فراه ولايت ته سفر ترسره کړ

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ معين الحاج ملا عبدالسلام حيدري او ورسره مل پلاوي بېلابېلو ولايتونو ته د خپلو سفرونو په لړ کې د فرا ولايت ته سفر وکړ، هلته يې د دې ولايت له چارواکو او ټرانسپورټي مسئولينو سره په ټرانسپورټي چارو د ښه والې په پار خبرې وکړې، د دې تر څنګ یې د نوو کارکوونکو د ازموينې او د پخوانيو د ارزونې له صحنې هم ليدنه او څارنه وکړه.
 دې پلاوې د خپل په سفر په ترڅ کې د ابونصر فراهي له بندر څخه ليدنه وکړه، هلته يې د يو شمېر موټر چلوونکو سره وليدل او د هغوی د ستونزو له اوريدو وروسته يې د همکارۍ ډاډ ورکړ او د دوی د چارو پر ښه والې او معيار کولو يې ټينګار وکړ.