۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+

خـــبرونه

1402-04-12 دوشنبه
د ځمکني ټرانسپورټ په برخه کې د غوره خدمتونو په موخه تړون لاسليک شو

نن د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مالي او اداري معين حافظ انجنير صديق الله عابد او د ځمکې د مالک تر منځ د هډې جوړولو هوکړه لاسليک شوه، دا هډه چې د کابل يوولسمې ناحيې اړوند په سرای شمالي سيمه کې
د ټرانسپورټي وسایطو تنظيم په موخه جوړېږي، له دې څخه به د کابل ـ پروان او پنجشير او کاپيسا ولايتونو مسافر تګ او راتګ کوي.

1402-04-05 دوشنبه
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت موټرچلوونکو ته روزنيز سمينار

 د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د تخنيکي چوپړتياوو او خونديتوب رياست د مسلکي انجنيرانو لخوا وزارتونو ته د سمینارونو په لړ کې نن پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت موټر چلوونکو ته روزنيز سمينار وړاندې شو.

1402-04-05 دوشنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت موټرچلوونکو ته روزنيز سمينار وړاندې شو

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د تخنيکي چوپړتياوو او خونديتوب رياست د مسلکي انجنيرانو لخوا وزارتونو ته د سمینارونو په لړ کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت موټرچلوونکو ته روزنيز سمينار وړاندې شو.