۷۴۵۶۹۸۰۰۰ ۹۳+

خـــبرونه

1402-03-31 چهارشنبه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د کارموندنې خبرتيا

د ټرانسپورټ اوهوايي چلند وزارت په پام کې لري چې د کار اهل کارته سپارلو او سالمې ادارې رامنځته کولو په موخه د تېر په څېر يو ځل بيا د خپلو مرکزي او ولايتي ۳، ۴، او ۵ خالي بستونو لپاره وړ، لايق او په کار پوه کسان وګماري.

ټول هغه کسان چې په ديني علومو (لويه دوره، افتاء) شرعياتو، انجينرۍ، کمپيوټر ساينس، ادبياتو، ژورناليزم او عامه او اړيکو، اقتصاد، حقوق او سياسي علومو، عامه ادارې او پاليسۍ په برخو کې تخصص، ليسانس، ماسټري او يا هم دوکتورا ولري، د روانې ذوالحجې مياشتې تر ۱۸ (۱۴۰۲/۴/۱۵) نېټې پورې دې خپل غوښتنليکونه او تحصيلي اسناد د ياد وزارت د بشري سرچينو رياست د ګمارنې څانګې ته وسپاري.

1402-03-30 سه‌شنبه
د غزني ولايت له والي سره ليدنه ترسره شوه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ معين او ورسره مل پلاوي سويل ختيځ ته د خپل سفر په لړ کې غزني ولايت ته سفر ترسره کړ، هلته يې د دې ولايت له والي سره د ټرانسپورټي مسائلو د ښه والې په اړه خبرې وکړې او تر څنګ يې د دې ولايت له ټرانسپورټي خدماتو څخه هم له نږدې ليدنه وکړه.

1402-03-30 سه‌شنبه
د پکتيکا ولايت له ټرانسپورټي خدماتو څخه ليدنه ترسره شوه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ ټرانسپورټ معين الحاج ملا عبدالسلام حيدري او ورسره مل پلاوي سويل ختيځ زون ته د خپل سفر په لړ کې د پکتيکا ولايت له ټرانسپورټي چارو او هډو څخه ليدنه وکړه او تر څنګ يې د دې ولايت له چارواکو او د ټرانسپورټي شرکتونو استازو سره د ټرانسپورټي خدمتونو پر معياري کولو او د ټرانسپورټ اړوند پر ځينو مسایلو خبرې وکړې.