د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لهخوا د کندوز هوايي ډګر کې، د عملیاتي وسایطو خوندیتوب او هوايي ډګر د اساسي تاسیساتو ساتنې او پاملرنې په موخه، د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت، د ترمینل او جومات بیارغولو او د اوروژنې وسایطو لپاره د سیوري ځای جوړولو چارې روانې دي. یاد هوايي ډګر ته په اونۍ کې شاوخوا شپږ الوتنې د موسساتو او خیریه بنسټونو لخوا ترسره کېږي او د یادې پروژې په پلي کېدو سره به د عملیاتي وسایطو او تاسیساتو د ښې ساتنې او پاملرنې همدا ډول د هوايي ټرانسپورټي خدماتو کیفیت لوړولو ته زمینه برابره شي.